ښاغلي مجاهد نن چهارشنبه د مرغومي ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند قلاچه او شهدا صالحین سیمو کې د داعش یو مرکز کشف او عملیات یې پرې کړي دي.
د اسلامي امارت وياند زياته کړې چې په دغه بريد کې د داعش ډلې اووه غړي ووژل شوي او اووه نور نیول شوي دي.
ښاغلي مجاهد همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونو نن په نیمروز کې هم د ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش دوه غړي نیولي دي.
څو شېبې وړاندې د کابل د اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د چاودنې او د ډزو غږونه اورېدلي دي.
د اوسېدونکو په وینا، په ورته وخت کې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.
په ورته وخت کې یو شمېر نورو سرچینو ویلي چې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یو پټنځای برید کړی.


