خانهافغانستاند غزني په «قره‌باغ» کې ۵۰۰ کیلویي بم خنثی شوی 

د غزني په «قره‌باغ» کې ۵۰۰ کیلویي بم خنثی شوی 

د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلويي روسي بم کشف او په خوندي توګه له منځه وړل شوی دی.

د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې دا بم د DRC ماین‌پاکۍ موسسې د DRC-QRT-02 چټک غبرګون ټیم له لوري د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ځانګړو عملیاتو پرمهال له منځه وړل شوی دی. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا د OFAB-500 ډوله ۵۰۰ کیلویي روسي بم د عسکرکوټ بازار د سیر کلي د یوه کور په انګړ کې کشف او له سیمې څخه په خوندي ډول انتقال او له منځه وړل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د یاد بمب په خوندي ډول له منځه وړلو سره د سیمې د اوسېدونکو د ځان او مال د احتمالي زیان او مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شوه او سیمه له یوه جدي خطر څخه پاکه شوه.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د ماینونو، ناچاوده توکو او یا نورو مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او سمدستي اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه