خانهنړۍد لبنان پارلمان د «اعدام سزا» رسماً په «عمري بند» سزا بدله...

د لبنان پارلمان د «اعدام سزا» رسماً په «عمري بند» سزا بدله کړه

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان پارلمان په دغه هېواد کې د اعدام سزا لغوه او د اعدام هر ډول احکام یې رسماً په «عمري بند» سزا بدل کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لبنان په منځني ختیځ کې یوازینی هېواد بلل شوی چې اعدام سزا پکې په رسمي توګه لغوه اعلان کېږي.

ویل کېږي چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰۴ کال وروسته څوک نه دي اعدام شوي، او تازه د لبنان پارلمان دا ډول سزا په رسمي توګه لغوه اعلان کړې ده.

د لبنان پارلمان له لوري دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د اعدام پېښې زیاتې شوې چې وخت ناوخت یې پر بشري حقونو د څار سازمانونو نیوکې او اندېښنې راپارولې دي.

ایران په منځني ختیځ کې یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې د اعدام سزا پکې زیاته ده. 

د ایران حکومت له لوري پر مجرمانو د دې سزا تطبیق وخت ناوخت د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو نړیوالو ادارو غبرګونونه راپارولي او له ایران څخه غوښتل شوي چې هلته د اعدام سزا ته د پای ټکی کېږدي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه