خانهافغانستاند ماشومانو ژغورنې اداره: افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو...

د ماشومانو ژغورنې اداره: افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

د ماشومانو ژغورنې صندوق وايي په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا مهال شاوخوا ۳٫۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. 

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې خوارځواکي ۱۴ سلنه زیاته شوې او دا مهال نږدې له هرو لسو ماشومانو یو یې په سخته خوارځواکۍ اخته دی.  

د ماشومانو ژغورنې صندوق همداراز ویلي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د میلیونونو خلکو لاسرسی سخت کړی دی.  

په راپور کې همداراز راغلي چې د دې ترڅنګ په تېرو څو کلونو کې نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه یا تړل شوي او یا یې فعالیت ځنډول شوی دی. 

د ماشومانو ژغورنې صندوق تر دې مخکې هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي. 

بلخوا په وروستیو کې د نارې کډوالو شورا رییس هم په افغانستان کې پر روان خراب وضعیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان خلک یوازې پرېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه