د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو څخه ۸۷۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت نن(پنجشنبه، د زمري ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۸۱۰ یې له تورخم او ۶۵ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت همداراز زیاتوي، په یادو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل وو چې د بېلابېلو لاملونو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیان وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.
باید وویل شي چې په پاکستان کې د اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول دوام لري. ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پروسه ودروي.


