خانهافغانستان"له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول"

“له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول”

د ا.ا ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې پرون د ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو، تمویلوونکو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو لومړنۍ غونډه شوې ده.  

د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې په دې غونډه کې له تمویلوونکو سره د افغانستان اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانانو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي دا لومړیتونه د زېربناوو او تجهیزاتو، ښوونیزو برنامو، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخو اړوند دي چې راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې له تمویلوونکو سره د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به لومړیتوبونه له سرچینو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.

په ورته مهال د تمویلوونکو بنسټونو استازو ویلي چې د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو په شریکولو سره به خپل راتلونکي فعالیتونه په ښه ډول منظم او تطبیق کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه