ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پرون (جمعه) د عمان یو دیپلوماتیک پلاوي په تهران کې له ایراني چارواکو سره د هرمز تنګي په لاره د بېړیو خوندي تګ راتګ په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې چې د دغو دواړو هېوادونو چارواکو د بېړیو تګ راتګ لپاره د امنیت پر ساتلو ټینګار کړی او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي او په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره یې د سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
عماني پلاوي د دغه سفر پرمهال همداراز د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ لپاره له ایراني چارواکو سره مشورې کړې دي.
هاخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د عمان بهرنیو چارو له وزیر «سید بدر البوسعیدي» سره هم د وروستي وضعیت په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
د هرمز تنګي په لاره د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ لپاره دا سیمهييزې ډیپلوماټیکې هڅې داسې مهال دي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ایران او امریکا جګړې بیا زور اخیستی او دواړو هېوادونو یو د بل پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې چې د جګړې د نوي پړاو له پیله تر اوسه له ۵۰۰ ډېر امریکایي پوځیان ټپيان شوي او همداراز د ایران هم ځینې تاسیسات ویشتل شوي دي.


