خانهافغانستانهواپېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل...

هواپېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی 

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی. 

د دې ادارې د خبرپانې له مخې چې دا ورښت په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشیر، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل او غور کې اټکل شوی دی. 

د هواپېژندنې ادارې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ میلي‌مترو پورې وي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتر پورې وي. 

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښت او خونړیو سېلابونو له امله شاوخوا ۳۰ هېوادوالو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

تازه د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکس‌پاڼه لیکلي چې وروستیو سیلابونو د ياد ولايت د اسماعیل‌خېلو – مندوزیو ولسوالۍ اړوند د دوکانو کلي شاوخوا ۵۰ کلن سړی وړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه