عدلیې وزارت خبر ورکړی چې په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي څه باندې ۲۵٫۶ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس امارتي تثبیت شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د کابل ښار په څلورمې او اوولسمې ناحیو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه.
سرچینې لیکلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
“یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې دا ځمکه پخوا استملاک شوې او د کابل په ښاروالۍ کې د دولت په نوم ثبت شوې ده.“
د عدلیې وزارت په وېبپاڼه همداراز لیکل شوي چې دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه کړې چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.


