پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ګمرکي چارواکو د خوړو نړیوال پروګرام WFP)) د خوراکي او اړینو توکو ۲۶ کانټینرونو ته اجازه ورکړې چې د تورخم له لارې افغانستان ته لاړ شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغو ۲۶ کانټینرونو د دوشنبې په ماښام (د جولای ۱۳مه) د ګمرکي پروسیجرونو په ګډون د برېښنايي سکیننګ له بشپړولو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې ده.
ویل کېږي چې دا کانټینر د دوشنبې په سهار د تورخم ترمینل ته رسېدلي وو، خو د ورځې تر پایه د پاکستاني ګمرک چارواکو وروستۍ پریکړې په تمه وو او د تېرېدو اجازه نه ورکول کېده. د سرچینې په وینا: “کله چې جوازونه ورکړل شول، موټر چلوونکو ته وویل شول چې افغانستان ته د بار وړلو چارې به د سې شنبې په سهار پیل شي.“
په دغو کانټینرونو کې خوراکي او اړین توکي شته چې د خوړو نړیوال پروګرام WFP)) د خپلو بشري مرستو د یوې برخې په توګه د افغانستان اړمنو خلکو ته رالیږلي دي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو څخه ده. دا لاره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ له امله په مکرر ډول تړل شوې ده.
بلخوا اسلامي امارت تر اوسه د خوړو نړیوال پروګرام د دې مرستې د رالېږد په اړه څه نه دي ویلي.


