خانهافغانستانملګري ملتونه: که مرستې ونه رسېږي، میلیونونه افغانان به له ستونزو سره...

ملګري ملتونه: که مرستې ونه رسېږي، میلیونونه افغانان به له ستونزو سره مخ شي

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی، او د افغانستان د خلکو د لاسنیوي غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې د نړیوالو مرستو کمښت په افغانستان کې بشري بحران زیاتوي او د میلیونونو کسانو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو څانګې ویلي، چې له پروسږ کال راهیسې د شاوخوا یو میلیون ښځو او نجونو ملاتړ پرې شوی چې  ستر لامل یې د نړیوالو مرستو کمښت بلل کېږي. 

همداراز د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۱۰،۷ میلیون ډېرې افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړې وي، او باید چې په دې برخه کې نړیوال ملاتړ زیات شي.  

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی و او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.

بلخوا د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو هم بار بار ویلي چې نړیواله ټولنه او نړیوالې مرستندویه ادارې باید له افغانستان سره خپلې مرستې سیاسي نه کړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه