خانهنړۍپه اعدام محکومه «شیخ حسینه» بنګله‌دېش ته د بېرته تګ اراده لري

په اعدام محکومه «شیخ حسینه» بنګله‌دېش ته د بېرته تګ اراده لري

د بنګله‌دېش مخکنۍ لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې ویلي چې سږ کال به بېرته خپل هېواد ته لاړه شي. په داسې حال کې چې د بنګله‌دېش حکومت د هغې د اعدام حکم صادر کړی دی. 

شیخ حسینه په ۲۰۲۴ کال کې د محصلینو د پاڅون پرمهال له بنګله‌دېش څخه وتښتېده. تازه یې له NDTV هندۍ شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د هر ډول دسیسې او خنډ سره سره به سږ کال خپل هېواد ته لاړه شي.

دا لومړی ځل دی چې «شیخ حسینې» هېواد ته د بېرته تګ دقیقه نېټه اعلان کړې ده. په داسې حال کې چې د «ډاکا» یوې محکمې په تېره نوامبر میاشت کې «شیخ حسینه» د ۲۰۲۴ کال د ناامنیو پرمهال د قتل د فرمان صادرولو له امله پر اعدام محکومه کړې ده. 

خو حسینې دا حکم «غیرقانوني او سیاسي انګېزه» بللې او د بنګله‌دېش پر قضایه قوه یې د «سیاسي انتقام» تور پورې کړی و.  

هغې ټینګار کړی چې دا له مرګه نه ویریږي او هېواد ته د بېرته تګ موخه یې شخصي ارمان نه دی، بلکې د ډیموکراسۍ بیارغونه، د قانون حاکمیت او د ۱۹۷۱ کال د ازادۍ روحیه ده.

حسینې، عوامي لیګ «د بنګال په خاوره کې ریښې‌غځوونکی او د بنګالي ملت هویت» بللی او د طارق رحمان په مشرۍ له حکومت یې غوښتي چې پر ګوند بندیز لرې کړي، جعلي قضیې لغوه او سیاسي بندیان ازاد کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه