خانهافغانستان"د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو له امله ۳۶ ملکي...

“د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو له امله ۳۶ ملکي وګړو ژوند بایللی”

د ا.ا مرستیال ویاند پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو ارقام خپاره کړي، او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو له امله ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي دي. 

حمدالله فطرت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «پاکستان متجاوز پوځي رژیم» له لوري د تېرې شپې په بریدونو کې ۱۶۳ کسان ټپيان شوي هم دي او درې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي چې د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اړوند مندوخیلو کلي کې پر یو ملکي کور پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په پایله کې د کور یو سپین ږیری او یو ماشوم شهیدان شوي او نور غړي یې ټپیان شوي دي.

ښاغلي فطرت لیکلي: “د یاد کلي خلک چې د ژغورنې لپاره راټول شوي دویم ځل پرې هوایي برید شوی چې ٢٨ تنه کلیوال پکې شهیدان شوي او ١٥٨ تنه نور ټپیان شوي.“

د اسلامي امارت مرستیال ویاند همداراز ویلي چې د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ اړوند ولوست کلي کې د یو کلیوال کور بمبار شوی چې شپږ تنه چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو پکې شهیدان شوي.

د سرچینې په وینا چې د کنړ ولایت منورې ولسوالۍ اړوند د برولو کلي کې د یو ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري، خو کور یې بشيړ ویجاړ شوی او مالي زیان وراوښتی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه