خانهنړۍد «جیو نیوز» نشرات ځنډېدلي

د «جیو نیوز» نشرات ځنډېدلي

د پاکستاني رسنیو څار اداره وایي چې د دغه هېواد د مشهور ټلوېزیون «جیو نیوز» نشرات د ۱۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.   

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې «جیو نیوز» د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت د یوې خپرونې پرمهال داسې انځوریز مذهبي مواد خپاره کړي چې د خلکو مذهبي احساسات ځپلی شي. 

د اعلامیې له مخې چې د «جیو نیوز» له لوري د دا ډول انځورونو خپرول مذهبي یووالي ته زیان رسولی شي، او تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې به د یاد ټلوېزیون هر ډول خپرونې بندې وي.

بلخوا د دغو موادو له خپرېدو وروسته «جیو نیوز» بښنه هم غوښتې او په تېروتنه یې د دا ډول موادو خپرېدل یوازې د سیمه‌ییزو دودونو معرفي‌کېدل ښودلي دي. 

د یادولو ده چې د پاکستان دا مشهوره رسنۍ «جیو نیوز» څه موده مخکې هم د ځینو کسانو له لوري هېک شوې وه او د څو ساعتونو لپاره د پاکستاني حکومت ضد ویډیویي کلېپونه پکې خپاره شول.  

جیو نیوز د پاکستان یو له مشهورو تصویري رسنیو څخه ده چې د معلوماتو په ژر خپرولو کې تر ډېرو رسنیو مخکې لیدل کېږي. 

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې پر رسنیو د بندیزونو او بېلابېلو محدودیتونو د لګولو پالیسي پکې وخت ناوخت تطبیق کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه