خانهنړۍبحران ځپلی پاکستان؛ شهباز شریف وايي، دوی ۸ میلیارد ډالر مرستې ته...

بحران ځپلی پاکستان؛ شهباز شریف وايي، دوی ۸ میلیارد ډالر مرستې ته اړتیا لري

ښاغلي شریف نن دوشنبه د مرغومي ۱۹مه له پاکستان سره د مرستو په اړه د جینوا کنفرانس ته ویلي چې هېواد یې راتلونکو درې کلونه لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو څخه اته ملیارډ ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

شهباز شریف ویلي، په دې مرستې سره به وکولای شي چې د تېر کال د ویجاړوونکو سېلابونو له امله دا ځپل‌شوی هېواد ورغوي.  

تېر کال د اقلمي بدلون له امله په پاکستان کې مرګونو سېلابونو دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړ چې ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.  

دغو سېلابونو د لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسانو ژوند واخیست او شاوخوا اته میلیونه وګړي یې بېځایه کړي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د اوړو په ګډون د خوراکي توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي دي. 

د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د یوې بوجۍ اوړو بیه شاوخوا ۸ زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه