دغه وزارت نن دوشنبه د مرغومي ۱۹مه په یو ټوېټ کې لیکلي چې د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي، یان اګلند په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست سره کتلي دي.
خلیلالرحمن حقاني ویلي، د خلکو ستونزې په یو کیلو یا دوه کیلو نړیوالو مرستو نه حل کېږي د حل اساسي لارې باید په پام کې ونیول شي.
د اسلامي امارت له لوري د ښځو د کار د بندیز وروسته تر ۱۵۰ زیاتو ادارو خپل فعالیتونه بند کړي، چې د بشري ناورین د پراخیدو په تړاو یې ژورې اندیښنې راپارولي دي.
د اسلامي امارت د کډوالو د چارو سرپرست وزیر د ناروې د کډوالو د شورا سرمنشي ته ویلي دي چې نړیوالې مرستې باید مشروطې نه وي.
په همدې دول د ناروې د کمېټې مشر یان اګلند په تېرو شپږو میاشتو کې له ۸۵۰ زره افغانانو سره د مرستو اعلان کړی او ویلي یې دي چې په راتلونکي کې له ۷۰۰ زره نورو افغانانو سره هم مرسته کوي.
هغه ټینګار کړی چې دوی به د د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته په افغانستان کې فعالیت ونه کړي.


