خانهافغانستانلاریون‌کوونکې ښځې: نړیوالو له اعلامیو خپرولو پرته بل څه نه دي کړي

لاریون‌کوونکې ښځې: نړیوالو له اعلامیو خپرولو پرته بل څه نه دي کړي

یو شمېر اعتراض‌کوونکو مېرمنو پرون یکشنبه د مرغومي په ۱۸مه په کابل، بامیان، بدخشان او تخار کې په سړکونو کې مظاهرې کړې او پر نړیوالې ټولنې یې نیوکه کړې چې له اعلامیو پرته یې څه نه دي کړي.

د تخار د ښځو د غورځنګ غړو لاریون کړی چې د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو، له مخې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا ځپل شوی او یو شمېر معترضانې وهلې او ټکول شوې هم دي.

خامه پریس ته د مظاهره‌کوونکو میرمنو په استول شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې دوی د ‘کار، ډوډۍ، آزادي’ په شعار سره لاریونونه کړي دي.

لاریون کوونکو ویلي، دوی د خپلو بشري او انساني حقونو د دفاع لپاره لاریون کوي او همداراز یې سرپرست حکومت د ښځو په وړاندې په تبعیض تورن کړی دی.

د بامیان اعتراض کوونکو ښځو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې مخکې له دې چې د زده‌کړې د دښمنانو له خوا هر څه له منځه لاړ شي، په عمل کې دې یو څه وکړي.

بلخوا په کابل کې د ښځو د اعتصاب کوونکو غورځنګ غړو نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه د ښځو د حقونو په دفاع کې په پاتې راتللو تورن کړي او ویلي یې دي چې نړۍ یوازې په اعلامیو کې له دوی دفاع کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه