خانهافغانستانکابل کې د داعش پر ضد عملیات؛ مجاهد وايي، اووه داعشيان وژل...

کابل کې د داعش پر ضد عملیات؛ مجاهد وايي، اووه داعشيان وژل شوي

ښاغلي مجاهد نن چهارشنبه د مرغومي ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند قلاچه او شهدا صالحین سیمو کې د داعش یو مرکز کشف او عملیات یې پرې کړي دي. 

د اسلامي امارت وياند زياته کړې چې په دغه بريد کې د داعش ​​ډلې اووه غړي ووژل شوي او اووه نور نیول شوي دي. 

ښاغلي مجاهد همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونو نن په نیمروز کې هم د ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش دوه غړي نیولي دي.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1616519865323232?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1616519865323232%7Ctwgr%5E8fb38236c31b4153cffc3eab8c98f71643a86%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fwww.khaama.com%2Fpersian%2Farchives%2F18618

څو شېبې وړاندې د کابل د اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د چاودنې او د ډزو غږونه اورېدلي دي.

د اوسېدونکو په وینا، په ورته وخت کې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

په ورته وخت کې یو شمېر نورو سرچینو ویلي چې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یو پټنځای برید کړی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه