خانهافغانستاننن په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی 

نن په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی 

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن د هېواد په لسو ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی. 

د هواپېژندنې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت نن (شنبه) په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې اټکل شوی دی. 

د اټکل له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو پورې وي. 

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، سوېل‌ختیځو، مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

دا اټکل داسې مهال کېږي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو ختیځو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي. 

د ویلو ده چې د روان هجري شمسي کال له پیله تر اوسه په هېواد کې د ورښت، سېلابونو، ځمکې ښويېدو او زلزلې له امله سلګونه هېوادوال مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي. 

د سږنیو سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه هم ویجاړ شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه