خانهنړۍنیپال؛ د سېلابونو له امله یو تونل کې دوه بندپاتې کسان ۹...

نیپال؛ د سېلابونو له امله یو تونل کې دوه بندپاتې کسان ۹ ورځې وروسته ژغورل شوي

د نیپال چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله په تونلونو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي، او په وینا یې چې دوه کارګر نهه ورځې وروسته له تونل څخه ژوندي را ایستل شوي دي.  

په راپورونو کې د نیپال چارواکو په حواله ویل شوي چې له دې پېښې وروسته د هغو شاوخوا ۹۰۰ نورو کسانو د ژغورنې هیلې پیدا شوې چې لا هم په تونلونو کې بند پاتې دي. 

چارواکو ویلي چې د دغو شاوخوا ۹۰۰ کسانو د ژغورنې عملیات جریان لري، او د ژغورنې لپاره یې له کنترول‌شویو چاودنو او بېلابېلو لارو استفاده کېږي.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې په نیپال کې د سېلابونو له امله د شاوخوا ۵ زره نادرکه‌شویو کسانو له ډلې هغه ۹۳۳ کسان هم شمېرل شوي چې د نیپال د برېښنا پروژو په تونلونو بند پاتې او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

د راپورونو له مخې چې په نیپال کې د تېرې اوونۍ خونړیو سېلابونو له امله په دغه هېواد او د چین په ځینو برخو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۵ زره نور نادرکه شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه