نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د جرمني په «برلین» ښار کې یو کس یوه ډله «هجنسبازان» په موټر وهلي چې په پایله کې یې ۱۶ کسان ټپيان او یو مړ شوی دی.
د رویټرز په راپور کې د ځايي چارواکو په حواله راغلي چې دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې دا «همجنسبازان» په یو ځای کې راټول شوي وو او د یو کس له لوري په موټر وهل شوي دي.
د راپور له مخې چې په ټپیان کې د ډېرو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پولیسو په وینا چې د دغه کس د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.
تر دې مخکې هم په یو شمېر هېوادونو ورته پېښې رامنځته شوې چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
جرمني یو له هغو هېوادونو دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې وسلهوال بریدونه، هدفي وژنې او دا ډول ترافیکي پېښې پکې زیاتې شوې دي.
د یادولو ده چې څه موده مخکې په امریکا کې هم یو کس د خلکو په ګڼهګوڼه کې موټر وروستلی و او لسګونه کسان یې مړه او ټپيان کړي وو.


