د هرات مسوولین وايي، د دغه ولایت ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ سترې پراختیايي پروژې په خپل کاري پلان کې شاملې کړې دي.
د هرات ولایت مقام په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو پروژو کې د ترافیکي او سوداګریزو زیرګذرونو جوړول، داداري ودانیو جوړول، استنادي دېوالونه، د سړکونو روښانتیا، د سړکونو کانکریټ اچونه او د کانالونو جوړول شامل دي.
سرچینې لیکلي چې په یادو پروژو کې همداراز د دوو نویو ناحیو لپاره د تفصیلي پلانونو چمتو کول، د شنو سیمو پراختیا، د ښار ښکلا، پر سړکونو د کرښو رسمول، د بلوارونو رنګول هم شته.
د هرات ولایت مقام همداراز لیکلي چې له دې جملې څخه ۲۷ پروژې عملاً پیل شوې او ۲۵ پروژې د تدارکاتو په پړاو کې دي او ۱۸ نورې پروژې د سروې او د تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په مرحله کې قرار لري.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې لسګونه پراختیايي او پرمختیايي پروژې پیل شوې چې د لسګونه چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
بلخوا هېوادوال د دا ډول پروژو د چارو پیل ته خوښ دي او د دوام غوښتنه یې کوي.


