خانهافغانستانټولګټو وزارت: فاریاب کې د ۲۵ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي 

ټولګټو وزارت: فاریاب کې د ۲۵ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي 

د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه ولایت مرکز، میمنې ښار څخه تر «فردوس» ولسوالۍ کې د ۲۵ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري.

د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې پروژه کې د ۸۳ پلګوټو او ۱۴۹۳ مترو استنادي دیوالونو جوړول هم پکې شامل دي او د رغونې چارې یې د ۲۱ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د سیمې د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا په موخه پلې کېږي او د ۲۴ میاشتو په موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

“د دې پروژې په بشپړېدو سره به د میمنې ښار او د فردوس، بلچراغ، ګرزیوان، بندر او لولاش ولسوالیو ترمنځ د هېوادوالو د تګ راتګ لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي، د سفر وخت او لګښتونه به راکم شي، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه به برابره شي او د سیمې اوسېدونکو ته به معیاري ترانسپورتي خدمات وړاندې شي.”

د یادولو ده چې اوسمهال د هېواد په ډېرو سیمو کې د لویو او فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه