د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایران د امریکایي پوځ له لوري د تازه بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا بریدونه په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د په نښهکېدو په غبرګون کې کړي دي.
ټرمپ ویلي چې په دغو بریدونو سره یې د ایران د توغندیو مرکزونه، د پوځي څارنې تاسیسات، مخابراتي سیسټمونه او د هوايي دفاع او بېپیلوټه الوتکو مرکزونه په نښه کړي دي.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که ایران په هرمز تنګي کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي، نو امریکا به پر ایران تر ټولو پراخ بریدونه وکړي.
ټرمپ ویلي: “کېدای شي موږ نور د زغم توان ونلرو، دا به هغه وخت وي چې ایران به په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.”
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم ایران او امریکا یو پر بل پراخ بریدونه وکړل.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې داسې مهال پراخېږي چې دواړو لوریو د سولې لپاره الکترونیکي هوکړې هم لاسلیک کړې دي او د سولې مذاکرات یې هم روان دي.
د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو د کارپوهانو اندېښنې زیاتې کړې دي.


