د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د نوي ښوونیز کال د پیل هرکلی کړی او د ښوونځي زنگ یې د نویو هیلو د غوړیدو غږ بللی. نوموړي یو وار بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي کرزي ویلي چې د هیواد د بچیانو، نجونو او هلکانو د علم زدهکړه، د هیواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي دي.
نوموړي ټینګار کړی: “له تعلیمه د نجونو محرومیدل او د ښځو د کار بندیز به مو ولس ورځ تر بلې د لاډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخ کړي او د دې حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان راپیښ کړي.”
پخواني ولسمشر ویلي، دوی غواړي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانیستل شي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي، څو هیواد مو د ترقۍ پر لار روان شي.
د حامد کرزي له لوري په خپرهشوې اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی د نوي تعلیمي کال مبارکي وایي او له ټولو زدهکوونکو غواړي چې له هرې ممکنې لارې د علم زدهکړه وکړي.
د یادولو ده چې پخواني ولسمشر، حامد کرزي تر دې مخکې هم څو څو ځلې له اسلامي امارت غوښتي چې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.


