پرون د نایجریا په «اوندو ایالت» کې د پوځي الوتکې د غورځېدو له امله ۲۵ مسافر او ۷ د عملې غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې همدا ۳۵ کسان وو، او له پېښې هېڅوک ژوندي نه دي وتلي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي دا «ATR-42» الوتکه له بنینسیټي څخه لاګوس ته روانه وه او د ناڅرګند علت له مخې ورسره اړیکه پرې شوې وه.
په راپور کې د نایجریا ولسمشر «بولا تینوبو» له قوله پر دې پېښه خواشیني ښودل شوې، او د نایجریا هوایي ځواک ته د بېړنیو څېړنو امر شوی دی.
د راپورونو له مخې چې د سقوط شوې الوتکې ټوټې د «ایګبوکودا» ساحلي ښار تر څېرمه موندل شوې دي.
تر اوسه د دې مرګونې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په نړۍ کې د بېلابېلو الوتکو د غورځېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې د ځینو هېوادونو لوړپوړو چارواکو هم ژوند بایللی دی.
ایران او سوډان یو له هغو هېوادونو څخه بلل کېږي چې د الوتکو د نسکورېدو له امله یې لوړپوړي چارواکي له لاسه ورکړي دي.


