خانهافغانستانایران وايي، افغانستان ته یې صادرات ۳۳ سلنه زیات شوي

ایران وايي، افغانستان ته یې صادرات ۳۳ سلنه زیات شوي

د دې خونې مسوولانو ویلي چې په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۵۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، او د ۱۴۰۳ کال تر پایه به د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو کچه څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته پورته شي.  

ایراني رسنیو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې پروسږ ۱۴۰۳ کال کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي توکو صادرات د نورو کلونو په پرتله ۴۱ سلنه ډېر شوي دي.

د ویلو ده چې ایران افغانستان ته پر نورو توکو سربېره د نفتي توکو ستر وارېدونکی هېواد هم دی، خو ترڅنګ یې د هېواد په بازارونو کې وخت ناوخت د بې‌کیفیته تېلو او ګازو شکایتونه کېږي.

بلخوا د سرپرست حکومت ستندرد ملي ادارې هم بار بار د هېواد په بندرونو کې د بې‌کیفیته توکو د مسترد کېدو خبر ورکړی دی.  

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه