په فرانسه کې د زدهکوونکو پراخ لاریونونه دوام لري چې په ډېرو سیمو کې له پولیسو سره په تاوتریخوالي اوښتي، او تر اوسه د ۲۵ ښوونځیو د سوځېدو پېښې تایید شوې دي.
فرانسوي چارواکو چې د دغو لاریونونو پرمهال له ۱۸ کلنۍ کمعمره څه باندې شپږ زره کسان نیول شوي، ۱۹۰ زدهکوونکي ټپیان او ۲۵ ښوونځي سوځېدلي دي.
په راپورونو کې د دغو لاریونوالو شمېر لسګونه زره ښودل شوی، او ستر لاملونه یې د فرانسې په بېوزلو سیمو کې د ښوونکو کمښت، د ښوونځیو خراب وضعیت او نورې ستونزې بلل شوي دي.
بلخوا د پولیسو له لوري د لاریونوالو له ځپلکېدو سره هممهاله د بښنې نړیوال سازمان د فرانسې پر حکومت غږ کړی چې د کمعمره لاریونوالو له ځپلو لاس واخلي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې حکومت باید د زدهکوونکو اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي او د لاریونوالو پر وړاندې له زور زیاتي کار وانخلي.
په ورته مهال د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویلي چې پولیس د تاوتریخوالي د رامنځتهکېدو مخه نیسي.
د یادولو ده چې په لاریونوالو کې د زدهکوونکو ترڅنګ د کارګرانو اتحادیو غړي هم شامل دي.


