خانهنړۍټرمپ ښايي له «مسعود پزشکیان» سره مخامخ وویني

ټرمپ ښايي له «مسعود پزشکیان» سره مخامخ وویني

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ښایي د ایران له ولسمشر، مسعود پزشکیان سره مخامخ وویني، او د تهران – واشنګټن پر روانو ترینګلتیاوو خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې چې د ټرمپ او پزشکیان د دې احتمالي کتنې د خبر له خپرېدو وروسته په نړیوال بازار کې د خامو نفتو بیه ټیټه شوې ده.

ټاکل شوې چې دواړه ولسمشران به د ملګرو ملتونو په یو ۸۱ یمه عمومي اسامبلۍ کې ګډون کوي، او د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ به نن دې غونډې ته وینا وکړي.  

په راپورونو کې ویل شوي چې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان به بیا سبا (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو ۸۱ یمې عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ رسنیو ته ویلي چې ښايي د ایران له ولسمشر، مسعود پزشکیان سره مخامخ وویني. 

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د ایران او امریکا ولسمشران به څه وخت او چېرته سره وویني او پر کومو مسایلو به خبرې وکړي، خو د دې احتمالي کتنې په اړه د خبر خپرېدو په نړیوال بازار کې د خامو نفتو پر بیو اغېز کړی دی.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه