د سوریې بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ملکي وګړو پر موټر د اسرائیلو برید په کلکه غندلی او دا یې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.
رویټرز خبري اژانس د سوریې بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې په دمشق کې د ملکي وګړو پر موټر د اسراییلو د برید له امله یو کس ټپي شوی دی.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړ شوی چې د سوریې د دغه برید د پایلو مسوولیت به د اسراییل پر غاړه وي.
د راپورونو له مخې چې اسراییلو څو ورځې مخکې هم د سوریې په شمال کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو، او سوریايي چارواکي یې سخت غوسه کړي وو.
اسراییلي پوځ له تېرو څو میاشتو راهیسې پر لبنان او یمن هم پراخ بریدونه کړي، او هلته یې د ایران له ملاتړ برخمنو غورځنګونو مرکزونه ویشتلي دي.
بلخوا د سیاسي چارواکو نړیوال کارپوهان په دې باور دي چې په منځني ختیځ کې د اسراییل له لوري پیل شوی تاوتریخوالی د ډېرو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې لري، او له ایران سره د امریکا – اسرائیل په جګړه کې د ډېرو هېوادونو د مستقیمې ښکېلتیا احتمال زیاتېږي.


