د واشنګټن – تهران د ترینګلتیاوو په دوام، تازه د ایران دفاع وزارت ویلي چې دوی داسې وړتیاوې لري چې د جګړې پرمهال یې یوازې کوچنۍ برخه کارولې، او ډېر سیستمونه یې تر اوسه نه دي لیدل شوي.
د دغه وزارت سرپرست، مجید ابنالرضا ویلي چې د جګړې ډګر د ایران د نویو دفاعي سیسټمونو د ازمایلو لپاره ښه فرصت دی او دوی یې کارولو ته بشپړ چمتووالی لري.
مجیب ابنالرضا امریکا – اسراییل ته په خطاب کې ویلي چې ایران د جګړې په ډګر کې «دښمن» تاریخي مات کړی، او «دښمن» هم د ایران وړتیا او دفاعي ځواک لیدلی دی.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې تهران به هېڅکله د فشارونو پر وړاندې تسلیم نهشي، او په وینا یې چې دوی د هر ډول جګړې پرمهال له خپلو کورنیو امکاناتو او وړتیاوو څخه استفادې ته چمتو دي.
تر دې مخکې د ایران د پارلمان رییس، محمدباقر قالیباف او نورو ایراني چارواکو هم په روانه جګړه کې د امریکا – اسرايیل د تاریخي ماتې ادعا کړې وه، او ټینګار یې کړی و چې ایران به هېڅ ډول فشارونو ته غاړه کېنږدي.


