د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ استازو «سټیو وېټکوف» او «جېرډ کوشنر» د اوکراین جګړې د پایته رسولو لپاره د خپل منځګړیتوب په دوام، تازه د اوکراین پلازمېنې «کيیف» ته سفر کړی او هلته یې له ولادیمیر زلنسکي سره کتلي دي.
دغو امریکایي استازو ویلي چې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره د دوی په هڅو کې پرمختګ شوی، او امریکا په وینا یې چې ژر به د روسیې – اوکراین د خبرو نوی پړاو اعلان شي.
که څه هم د اوکراین له ولسمشر سره د امریکايي استازو د ناستې جزییات نه دي خپاره شوي، خو دوی ډاډ څرګند کړې چې مسکو ته د سفر پرمهال یې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره مانالرونکې نظریې اورېدلې دي.
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ استازو «سټیو وېټکوف» او «جېرډ کوشنر» د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره پر سر خبرې کړې دي.
د خامه پرس په مخکني راپور کې د رویټرز په حواله راغلي چې پوتین او امریکایي استازو د تېرې شنبې په ورځ تر ټولو اوږدې خبرې کړې او د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره یې نظرونه تبادله کړي دي.
د راپورونو له مخې د دې خبرو پرمهال د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره پر احتمالي هوکړې خبرې شوې دي.
د یادولو ده چې څو ورځې مخکې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین خپل پوځ ته امر کړی و چې په سملاسي توګه پر اوکراین بریدونه ودروي.


