د سمنګان مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د کرولا موټر د چپهکېدو پرمهال درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا موټر له سمنګان څخه مزارشریف ښار ته روان و چې له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.
مسوولینو په دې پېښه کې مړه او ټپيشوي کسان د بامیان ولایت اصلي اوسېدونکي بللي، او په وینا یې چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د دې خونړۍ ترافیکي پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي وه.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې خونړۍ ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې عام لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښې له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.
څه موده مخکې د اسلامي امارت ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ‘د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه’ په لویو مسافروړونکو موټرو کې د لسګونه زره «جيپياېس» آلو د نصب خبر هم ورکړی و.


