د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ په ده «قوريق» کلي کې د «فهيمې» په نوم يوې ۱۵ کلنې نجلۍ سهشنبه د وري ۱۵مه ځان زندۍ کړی دی.
ویل کیږي چې دغې ۱۵ کلنې نجلۍ وروسته له هغې ځانوژنه کړې چې کورنۍ یې د نوموړې کوژده د هغې له خوښې پرته د یو لوی عمر سړي سره ورکړې وه.
همدارنګه یوې بلې سرچینې هم تایید کړې چې د نجلۍ پلار د هغې د کوژدې لپاره ۷۰۰ زره افغانۍ اخیستې دي.
ویل شوي چې دغې نجلۍ مخکې له ځانوژنې پلار ته په ټینګار سره ویلي وو چې واده یې نه کړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د کورنيو ستونزو، جبري ودونو، بېوزلۍ او بېکارۍ له امله د ځانوژنې پېښې زياتې شوې دي.


