خانهافغانستان"د افغانستان ښځې او نجونې مو هېرې نه دي"

“د افغانستان ښځې او نجونې مو هېرې نه دي”

پر بشري حقونو د څار ادارې د ښځو څانګې مرستیالې، هیدر بار نن چهارشنبه د مارچ اتمې په مناسبت ویلي: “داسې ښکاري چې نړۍ د افغان ښځو له ملاتړ لاس اخیستی، خو موږ دا کار نه‌شو کولای، موږ مجبور یو چې د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودرېږو.”

هغې ټینګار کړی چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت باید د افغانستان یادونه وکړي او په دې اړه فکر وکړي چې هلته د ښځو د حقونو وضعیت په ټوله نړۍ کې د جنسیتي برابرۍ لپاره د مبارزې په معنا دی. 

د هغې په ​​وينا: “سره له دې چې ويل کېدل، طالبان د ١٩٩٦ او ٢٠٠١ کلونو په پرتله بدل شوي، خو د ۲۰۲۱ د اګست له ١٥مې وروسته يې نه يوازې نجونې له ښوونځيو منع کړې، بلکې د دوی دندې هم لغوه کړې او د هغوی پر ازاد تګ راتګ یې سخت محدودیتونه وضع کړل.”

د بشري حقونو د ښځو د برخې مرستیالې زیاته کړې چې «طالبانو» له واکمنېدو سره سم د افغانستان نظام منحل کړ او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړل.

آغلې بار ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له دوو کلونو څخه په کمه موده کې د ښځو د حقونو معترضانې وهل شوې او تښتول شوې، ښځینه خبریالانې خاموشې شوې او ښځې له سپورتي فعالیتونو منع شوې دي.

هغه په ​​پای کې د نورو هېوادونو پر بهرنۍ تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي: “خو د دې پرمختګونو په وړاندې نړیوال غبرګون بېړني نه دي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اغېزمن همغږي پروګرام نښې نه ښکاري.”

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه