خانهافغانستانملګري ملتونه وايي، د افغانستان ښځې او نجونې یوازې نه دي

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان ښځې او نجونې یوازې نه دي

د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړپوړې چارواکې «امنه محمد» پرون شنبه د کب ١٣مه ویلي، افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړې او روزنې له ازادۍ او اساسي حقونو څخه بې برخې دي.

هغه د اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره پر ښځو لګول‌شوي بندیزونه لغوه کړي او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شي.

اغلې امنې محمد همدا راز ویلي چې د افغانستان ښځې او نجونې یوازې نه دي او زیاته کړې یې ده چې موږ باید له دغو نجونو سره د یوالي لپاره خپل غږ اوچت کړو.

هغه ویلي چې انلاين زده‌کړه يو ښه نوښت دى، خو ټينګار يې وکړ چې دا بسنه نه کوي.

 د هغه په وينا، په افغانستان کې د منځني ښوونځيو نجونې تر ۵۰۰ ورځو پورې ښوونځيو ته له تلو منع شوې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په دې وروستیو کې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی او د اسلامي امارت له یو شمیر چارواکو سره یې لیدلي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه