خانهافغانستانکندهار کې سیمه‌ییز خبريال، محمديار مجروح له زندانه خوشی شو

کندهار کې سیمه‌ییز خبريال، محمديار مجروح له زندانه خوشی شو

د کندهار د والي وياند، حاجي زيد ازادۍ راډيو ته ویلي چې نن یکشنبه د سلواغې ۳۰مه د طلوع نيوز خصوصي تلوېزیون سيمه‌ييز خبريال، محمديار مجروح له بنده خوشې شوی دی. 

تېره پنجشنبه د سلواغې ۲۷مه کورنیو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د اسلامي امارت د استخباراتو لخوا په کندهار کې د محمدیار مجروح د نیولو اعلان وکړ.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د مجروح پر نيول‌کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره د هغه د ژر او بې‌شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې پر بشري حقونو د څار ادارې په کندهار کې د اسلامي امارت له زندانه د دغه سیمه‌ییز خبریال د خلاصون غوښتنه کړې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه