خانهافغانستان"هغه کسان نیول شوي چې ترکیې ته یې د خلکو د لېږدولو...

“هغه کسان نیول شوي چې ترکیې ته یې د خلکو د لېږدولو اوازه خپره کړې وه”

حماد نن پنجشنبه د سلواغې ۲۷ مه په ټویټر لیکلي: “هغه کسان چې څو ورځې وړاندې یې په هوایي ډګر کې د خلکو سپکاوی وکړ او ځانونه یې د نظام برخه ګڼله او هغه تخریب‌کوونکي چې ترکیې ته یې د افغانانو د وړلو اوازې خپرې کړې وې، ټول د استخباراتو ریاست لخوا نیول شوي دي.”

ښاغلی حماد زیاته کړې: “دلته هېچاته د خپلسرو کړنو او تخریب اجازه نه ورکول کېږي.”

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ناڅاپه په سلګونو کسان ترکیې ته د مرستندویه ټیم د لېږلو د اوازو له امله هوايي ډګر ته راوتلي وو چې د اسلامي امارت د ځواکونو له ناوړه چلند سره مخ شول.

له دغو کسانو سره د اسلامي امارت د عسکرو د ناوړه چلند ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه