خانهافغانستاندايکنډي کې د واورې‌ ښويېدنې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه...

دايکنډي کې د واورې‌ ښويېدنې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی

د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ وياند، غلام علي جاوید ویلي چې دا پېښه پرون شنبه د سلواغې ٢٢مه له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خدير ولسوالۍ په محمد خواجه سیمه کې شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دې مېرمنې د څو ماشومانو په ګډون له څو نورو کسانو سره هڅه کوله، چې له يوه کلي څخه بل کلي ته پلې لاړه شي، چې تر واورو لاندې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له وړاندوینې وروسته د تېرې اونۍ چهارشنبه  او پنجشنبه د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وشول.

په تېرو څو اونیو کې د سړې هوا له امله په ټول هېواد کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه او شاوخوا ۸۰ زره څاروي تلف شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه