خانهافغانستان"د سالنګ لویه لار پرانیستې، خو په بامیانو کې ځینې سړکونه د...

“د سالنګ لویه لار پرانیستې، خو په بامیانو کې ځینې سړکونه د لنډمهال لپاره تړلي”

دغه وزارت نن دوشنبه د سلواغې ۱۷مه ویلي چې د سالنګ پر لاره دا مهال مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر پر ټایرونو له ځنځیر تړلو سره دواړو لورو ته تګ راتګ کولای شي.  

خو په اعلامیه کې د بامیان د یو شمېر لارو په اړه ویل شوي چې هلته د حاجیګک کوتل، د ورس پل – قناق کوتل، دشت دیوالي – پنجاب بازار، د ابقل کرمان او بند امیر سړکونه د لنډ مهال لپاره تړلي او دا مهال یې د پاکولو چارې دوام لري. 

دغه وزارت همداراز ویلي چې د غور – هرات لاره پرانیستې او هلته د یو شمېر نورو سړکونو په پاکولو کار روان دی. 

د ټولګټو وزارت زیاته کړې چې یادو لارو سربېره د هېواد نورې ټولې لارې د اوسمهال لپاره د ترافیکو پر مخ پرانیستې دي. 

په تېرو څو اونیو کې د هېواد شاوخوا ۲۰ ولایتونه د درنو واورو او توفانونو شاهدان وو چې له امله یې د سالنګ په ګډون یو شمېر لارې څو ځلې وتړل شوې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه