خانهنړۍترکیه کې د نننۍ زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۸۰...

ترکیه کې د نننۍ زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۸۰ اوښتی

دا مرګونې زلزله نن دوشنبه د سلواغې ۱۷مه د سهار شاوخوا ۴ بجې د ترکیې په سویل ختیځ کې وشوه چې له امله یې لسګونه ودانۍ ونړېدلې.  

د ترکیې د ولسمشر مرستیال، فواد اوکتای ویلي چې ٢٨٤ تنه مړه شوي او ٢٣٢٠ نور ټپیان دي، خو په وینا یې چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې ټکانونه په سوریه کې هم محسوس شوي چې له امله یې تر دې دمه ۴۲ کسانو مړینه تایید شوې ده.  

نړیوالو رسنیو د دې زلزلې شدت ۷،۸ ښوولی او مرکز یې د ترکیې او سوریې ترمنځ ۲۶ کیلو متره تر ځمکې لاندې پېژندل شوی دی. 

ویل کېږي، د زلزلې ټکانونه دومره شدید وو چې له امله یې یوازې د ترکیې په خاوره کې ۷ ودانۍ نړېدلې او همداراز په سوریه کې هم د ځینو کورونو د نړېدلو راپورونه ورکړل شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه