دې مرکز نن چهارشنبه د مرغومي ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فیض الله په ضمانت د اسلامي امارت له زندانه خوشې شوی دی.
دا خبریال د روان کال د زمري ۲۶ د اسلامي امارت د استخباراتو د څانګې لخوا د «ایور شیرر» په نوم له یو امریکايي خبریال سره هغه مهال ونیول شو، چې د القاعدې د مشر «ایمن الظواهري» د هغه کور ویډیو یې اخیسته چې هغه پکې وژل شوی و.
د خبريالانو مرکز د فيض الله فيض بخش او خالد قادري د خوشيکيدو هرکلى کړی او ویلي یې دي چې يو بل خبريال لا هم د اسلامي امارت په بند کې دی.
د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، د زرغون ټلوېزيون خبريال «قدرت الله ترار» چې د روان کال د لړم په ٢٠مه نيول شوى و، لا هم په بند کې دى.


