خانهنړۍیو شمېر ایراني وګړو هلته د «عاصم منیر» د ورتګ پر ضد...

یو شمېر ایراني وګړو هلته د «عاصم منیر» د ورتګ پر ضد لاریون کړی 

تهران ته د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر له سفر وروسته یو شمېر ایراني وګړي سړکونو ته راوتلي او په هلته یې د عاصم منیر حضور غندلی دی.

په ټولنیزو پاڼو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې اعتراض‌کوونکي په لاسونو کې د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌یي انځور ګرځوي او «عاصم منیر» ته د «جاسوس» خطاب کوي. 

دوی ټینګار کوي چې د «جاسوس» عاصم منیر دې له ایران څخه ژر تر ژره ووځي.

د یادولو ده چې له اعتراض‌کوونکو سره ایراني ښځې هم لیدل کېږي، او د عاصم منیر پر ضد ورته شعار بدرګه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر تهران ته سفر کړی و او د راپورونو له مخې چې نوموړي له ایراني چارواکو سره د تهران – واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوو کمولو په موخه خبرې او ناستې کړې وې.

د یادولو ده چې پاکستان تر دې مخکې هم د امریکا – ایران په مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبولو هڅې کړې دي.

بلخوا د ایران د سیاسي چارواکو ځینو کارپوهانو د پاکستان منځګړیتوب ته د شک په سترګه کتلي او په دې برخه کې یې د دوی په ناڅرګندو هڅو نیوکې کړې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه