خانهافغانستانفاریاب کې د موټر چپه‌کېدو پېښه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون...

فاریاب کې د موټر چپه‌کېدو پېښه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي 

د فاریاب امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خیبر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خیبر ولسوالۍ په صیاد کلي کې د یو فلانکوچ موټر د چپه‌کېدو پرمهال شوې او په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مسوولینو د دې پېښې لامل د سړک خرابي او د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

سرچینې لیکلي چې دا کسان ټول یو ځای ته په مراسمو روان وو چې موټر یې له سړک وتلی او چپه شوی دی.

د سرچینې په وینا چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی. 

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

د یادولو ده چې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه