خانهنړۍڅلورو هېوادونو د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل «اسرائیل» بللی

څلورو هېوادونو د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل «اسرائیل» بللی

د ترکیې په استانبول کې د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه غونډه کې د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل د اسرائیل له لوري د فلسطین اشغال بللی دی.

د راپورونو له مخې چې دا غونډه پرون (جمعه) د ترکیې، پاکستان، سعودي عربستان او مصر بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ترکیې په استانبول کې شوې ده. 

یادو هېوادونو د اسرائیلو له لوري د روان تاوتریخوالي د پایته‌رسېدو غوښتنه کړې ده. 

دوی همداراز له حوثیانو غوښتي چې د پوځي عملیاتو پر ځای خبرو ته کېني او د ایران او امریکا جګړې ته په اشارې یې مذاکرات د ترینګلتیاو د حل یوازینۍ لار بللې ده.

د یادولو ده چې په ترکیه کې دغو هېوادونو همداراز په خپلو منځونو کې یوه ګډه دفاعي هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې پر غزې د اسرائیلو بریدونه پیل شوي چې له امله یې څه باندې ۷۰ زره فلسطینیانو ژوند بایللی او له ۱۷۰ زرو ډېر نور ټپيان شوي دي. 

بلخوا د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړې هم زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل خونړي بریدونه کړي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه