د ا.ا عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یوناما د بشري حقونو له اړوند پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
روغتیا وزارت لیکلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د بشري حقونو د خدمتونو له مشرې، فیونا فریزر او مل پلاوي سره د روغتیايي خدمتونو پر اوسني وضعیت، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د مساوات پر پیاوړتیا، د خلکو د لاسرسي پر پراختیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو پر اغېزمنې همکارۍ خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي جلالي له قوله راغلي چې د هېواد روغتیايي اړتیاوو ته په کتو د نړیوالو مرستو زیاتوالی او دوام د معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
“د عامې روغتیا وزیر د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوالو بنسټونو د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.”
نوموړي غوښتنه کړې چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي او د افغان ولس د اړتیاوو، بشري اصولو او روغتیايي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره باید په لازم وخت کې تر سره شي.


