د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د خوست ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې په همکارۍ جوړ شوي درېورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره کسانو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، په یاد نندارتون کې د کتابپلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و چې له امله یې د کتاب مینهوالو لپاره د خپلې خوښې کتابونو د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر شوی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز لیکلي چې د نندارتون په لړ کې د ټاکلي مهالوېش له مخې له ۵۰ څخه د زیاتو ښوونځیو زدهکوونکو هم ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې د خوست مسوولینو په حواله ویل شوي چې په دې نندارتون کې د (چټکې مطالعې) ځانګړی پروګرام د کتابونو له نندارتون سره هممهاله جوړ شوی و.
“په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د سهار او ماسپښین په دورو کې له دریو (نرمه جګړه، د شیطان پرستانو ګمراهي او الحاد) څخه یو ټاکلی کتاب ورکول کېده او ګډونوالو به په یوه ساعت کې هغه کتاب مطالعه کاوه، له مطالعې وروسته به سمدستي له ګډونوالو ازموینه اخیستل کېده، د ازموینې د پاڼو له کتنې وروسته به په هماغه ځای کې د ګډونوالو لپاره لنډه غونډه جوړېده او بریالیو ګډونوالو ته به معنوي ډالۍ ورکول کېدې.”
د مسوولینو په وینا چې د چټکې مطالعې په دې پروګرام کې هم شاوخوا ۳۰۰ زدهکوونکو ګډون درلود.


