خانهافغانستانایګلنډ په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې

ایګلنډ په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې

ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلند په اروپايي، شمالي امریکا او نورو هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک شتون بیا پیل کړي او د سفارتونو په بیا پرانستلو سره د ا.ا له چارواکو سره اړیکه ونیسي.

ایګلند فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د سفارتونو بیا پرانستل او د ا.ا سره اړیکه نیول د دې په رسمیت پېژندلو معنی نه لري، او دا چې په کابل او کندهار کې د ډیپلوماتانو شتون اړین دی.

ایګلند وویل چې دا ګام د ا.ا د پېژندلو معنی نه لري، بلکه، “زموږ غوښتنه دا ده چې تاسو دلته راشئ او زموږ سره اړیکه ونیسئ” ترڅو “د ښځو او نجونو حقونه وغواړئ، خو په ورته وخت کې ښځو او نجونو ته مرسته چمتو کړئ.”

هغه زیاته کړه: “دا ډېره مهمه ده چې تجربه لرونکي سازمانونه، ځانګړي استازي او ډیپلوماتان د بشري ډلو سره یوځای افغانستان ته راشي، او په کندهار او کابل کې د مسوولو چارواکو سره اړیکه ونیسي او خبرې وکړي.”

هغې وویل، نړیواله ټولنه باید نه یوازې د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي بلکې دوی ته مرسته هم چمتو کړي. هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې بشري سازمانونه په دې برخه کې یوازې پاتې شوي احساس کوي.

هغې وویل: “موږ اوس دلته د بشري مرستو په لومړۍ کرښه کې یو، او بشري ډلې په بشپړ ډول یوازې احساس کوي.”

د ایګلنډ غږ په داسې وخت کې راځي چې روسیه یوازینی هېواد دی چې ا.ا یې په رسمیت پېژندلی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه