د ا.ا ټولګټو وزیر، محمد عیسی ثاني د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل – ننګرهار سړک د «لتهبند» مسیر اساسي رغونې چارې له نږدې ارزولې دي.
ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې دا پروژه د یاد وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۱٫۴ میلیارد افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې اوسمهال یې کارونه په چټکۍ جریان لري.
د خبرپاڼې له مخې چې د ټولګټو وزیر د دې پروژې تطبیقکوونکو ټیمونو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر ټاکلي وخت د پروژې د بشپړېدو په اړه لارښوونې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې دا سړک د لته بند مسیر پاتې برخه ده چې پخواني شاوخوا ۲۷ کیلومتره سړک په دوام د کابل ولایت تر سروبي ولسوالۍ پورې رسېږي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي
دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی.
د اسلامي امارت ټولګټو وزارت همداراز لیکلي چې د یادې پروژې رغنیزې چارې څو ورځې وړاندې پیل شوې دي چې دا مهال پکې ۳۰ عرادې ماشینري فعالیت کوي او ۳۰ تنه تخنیکي او ۲۵ تنه غیرماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.
د ویلو ده چې دغه مسیر د کابل–جلالآباد لویې لارې د عمومي مسیر د بندېدو پر مهال په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو او طبیعي پېښو له امله د لارې د تړل کېدو په صورت کې د هېوادوالو لپاره د بدیلې لارې په توګه کارول کېدای شي.


