خانهافغانستانله «فایننشل ټایمز» سره د کرزي تازه مرکه؛ "افغان نجونو ته باید...

له «فایننشل ټایمز» سره د کرزي تازه مرکه؛ “افغان نجونو ته باید د زده‌کړو حق ورکړل شي”

د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي یو وار بیا زد‌ه‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو پر لاسرسي ټینګار کړی، او د نجونو زده‌کړه یې د وطن د پرمختګ لپاره مهمه بللې ده.

ښاغلي کرزي له فایننشل ټایمز سره په تازه مرکه کې په ټینګار سره ویلي چې افغان ښځو ته باید د زده‌کړو او کار حق ورکړل شي، او د نجونو زده‌کړه یې د هېواد لپاره حیاتي بللې ده. 

پخواني ولسمشر همداراز ویلي: “موږ داسې هېواد غواړو چې د ټولو لپاره وي. زموږ هېواد ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، انجینرانو، قاضیانو، خبریالانو، سوداګرو او مشرانو ته اړتیا لري.”

حامد کرزي همداراز په دې مرکه کې د هېواد پر روان وضعیت، د اسلامي امارت له چارواکو سره د اړیکې او نورو مسایلو په اړه هم خبرې کړې، خو تر ټولو زیات تمرکز یې پر دې و چې افغان نجونې باید زده‌کړو او کار ته لاسرسی ولري.  

پخواني ولسمشر، حامد کرزي تر دې مخکې هم بار بار له اسلامي امارت غوښتي وو چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي او په هېواد کې د کار کولو حق ورکړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه